دسمبر 9, 2022

د ځوانکیو ضد فیس واش او صابون

ځوانکۍ هغو کسانو ته پیدا کېږي چې غوړ پوستکی لري، او د ځوانکیو د کنټرول لپاره تر ټولو ښه فیس واش یا صابون هغه دی چې د پوستکي غوړتیا کموي او د دانو د کمېدو یا د ځوانکیو د ښه‌والي وړتیا لري. دلته مو ځینې د ځوانکیو ضد فیس واشونه او یو صابون معرفي کوو.

د ځوانکیو ضد فیس واشونه

۱. Deoil فیس واش

د ځوانکیو ضد فیس واش دی چې د کابل په درملتونو کې پیدا کېږي. لکه څنګه چې له نوم یې ښکاري، داسې جوړ شوی چې د پوستکي غوړتیا کموي او ځوانکۍ کنټرولوي. په سپکو حالتونو کې یوازې هم ځوانکۍ کنټرولوي او په شدیدو حالتونو کې له نورو د ځوانکیو ضد درملو سره کارول کېږي. ورځې دوه ځله مخ پرې ووینځئ.

۲. Acnethrogs فیس واش

د فوم فیس واش دی چې سالیسیلیک اسید او ګلایکولیک اسید لري؛ د پوستکي مړې حجرې د غوړي غدو له خولې لرې کوي او د پوستکي سطحه غوړتیا هم کموي.

۳. Lemon فیس واش

د لیمو عطر لري؛ د پوستکي سطحه غوړتیا کموي او پوستکی روښانه کوي.

۴. Neem فیس واش

د نیم عطر لري چې د باکتریا ضد اغېزې یې ځوانکۍ کموي.

د ځوانکیو ضد صابون

Aknix صابون

دا صابون الانټوین او سالیسیلیک اسید لري او د ځوانکیو د کنټرول او درملنې لپاره یوازې یا له نورو درملو سره کارول کېږي. د شا او ملا دانو لپاره غوره انتخاب دی، ځکه په دغو برخو فیس واش نه کارېږي.

دا معلومات د متخصص د معاینې ځای نه نیسي.